پر اوکراین د روسیې تازه راکټي حملو ګڼ کسان مړه او ټپیان کړل

د یوې برید لاندې راغلې سیمې تصویر

د پلازمېنې کییف په ګډون د اوکراین پر څو ښارونو د روسیې د راکټي حملو په نوې څپه کې ګڼ کسان مړه او ټپیان شوي دي.

د کییف ښاروال وايي چې د دې ښار پر درېیو ناحیو په حملو کې یوه مېرمن وژل شوې او نهه نور ټپیان دي.

د اوکراین په دوهم لوی ښار خارکییف کې هم د روسیې پوځ پر ملکي اهدافو توغندي وویشتل چې په پایله کې یې دوه مېرمنې وژل شوي او ۲۸ تنه ټپیان دي او د دنیپروپیتروفسک پر پاولوهراد ښار په برید کې یوتن وژل شوی.

د روسیې پوځ په دې وروستیو کې په اوکراین کې پر ملکي اهدافو حملو ته زور ورکړی.