امریکا: د ښځو خلاف د طالبانو اقدامات مو په یوه لویه اندېښنه بدلېږي

هغه تصویر چې ادعا کېږي د «بې حجابۍ» په نوم د ښځو د نیول کېدو اړوند دی، خو طالبانو دا ادعا رد کړې

متحدایالات وايي چې د ښځو پر وړاندې د طالبانو اقدامات د دې هېواد لپاره په یوه لویه اندېښنه بدلېږي.

د امریکا د بهرنیوچارو وزارت ویاندې ودانت پاتل پرون په یوه خبري غونډه کې ټینګار وکړ چې طالبان له یوې خوا غواړي چې په رسمیت وپېژندل شي او بل خوا داسې اقدامات کوي چې د امریکا لپاره د منلو نه دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت یا یوناما په یوه وروستي راپور کې ویلي دي چې د طالبانو حکومت د ښځو پر زده کړو، کار، تګ راتګ محدودیتونو او د حجاب د نه مراعاتولو په تور د ښځو خپلسرو نیولو ته دوام ورکوي.

یوناما په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه په خپل درې میاشتني راپور کې چې پرون خپور شو، ویلي دي چې پر افغان ښځو د زده کړو، کار، تګ راتګ او حجاب لګېدلي محدودیتونه د طالبانو د حکومت د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت له خوا تطبیق او څارل کېږي.