اسراییل: حماس ډلې مو ۲۱ سرتېري ووژل

غزه کې یو شمېر اسراییلي پوځیان

د اسراییل پوځ نن سې شنبې وویل چې په غزې تړانګه کې یې ۲۱ سرتیري په یوې حمله کې چې په سیمه کې د اسراییل او حماس ترمنځ د درې میاشتنۍ جګړې په ترڅ کې ت رټولو خونړۍ حمله بلل شوې، وژل شوي دي.

سخت دریځه حماس ډله د امریکا او اروپایي ټولنې له خوا یوه تروریستي ډله ګڼل کیږي.

د اسراییل د پوځ ویاند دانیل هاګاري وویل چې احتیاط ځواکونو یې د غزې په مرکزي برخه کې د دو ودانیو د ویجاړولو لپاره چاودېدونکي مواد ځای پرځای کول چې یوه وسله وال په سیمه کې یونژدې ټانک پر یوه راکټ لانچر چې له اوږې توغول کیږي، وویشت.

د دغه برید له امله چاودنه رامنځ ته شوې چې په نتیجه کې یې دواړه دوه پوړیزې ودانۍ دننه پر سرتېرو رانړیدلې دي.