تورخم دروازه بېرته د سوداګرۍ پر مخ پرانیستل شوه

تورخم دروازه

تورخم لاره نن یوځل بیا د خلکو او موټرو پرمخ پرانیستل شوه.

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ- صنایعو د ګډې خونې مشر خانجان الکوزي ازادۍ راډیو ته وویل، د افغانستان او پاکستان ترمنځ دا مهمه ترانزیتي لاره چې لس ورځې مخکې تړل شوې وه نن سهار د ټولو موټرو پرمخ پرانیستل شوه.

بل خوا د خیبرپښتونخوا د ګمرک ادارې چارواکو د آزادۍ راډیو مشال څانګې ته ویلي چې د طالبانو له چارواکو سره تر خبرو وروسته د تورخم د خلاصېدو پرېکړه وشوه.

د تورخم لاره د جنوري په ۱۳مه د پاکستاني چارواکو له خوا له افغان لارۍ چلوونکو او ناروغانو څخه ویزې د غوښتلو پرسر د اختلاف له کبله تړل شوې وه.

د راپورونو له مخې، له تورخم سره هممهاله د دواړو هېوادونو ترمنځ نورې ترانزیتي لارې هم پرانیستل شوې دي.

پاکستاني چارواکو مشال راډیو ته ویلي چې د مارچ ترپایه یې موټر چلوونکو ته مهلت ورکړی څو د پاکستان ویزې واخلي.

دا په داسې حال کې ده چې په کابل کې د پاکستان سفارت افغانانو ته د ویزو د ورکولو لړۍ ډېره سخته کړې.