د اوکراین ولسمشر د څو ګوني تابعیت لرونکو د قانون طرحه وړاندې کړه

د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي

د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي د څو تابعیت لرونکو قانوني مسوده وړاندې کړه.

که دا قانون تصویب شي بهرني جنګیالي به وتوانیږي د اوکرایین پاسپورټ ترلاسه کړي، پرته له دې چې خپل مخکینی تابعیت منسوخ کړي.

زیلینسکي چې پرون د اوکرایین د یووالي د ورځې په لمانځغونډه کې غږېده، وویل نن باید نه یواځې د خلکو د یووالي د لا پیاوړتیا؛ بلکې د خپلواکۍ او د اوکرایین د تاریخ او رښتیني حق لپاره دا ګام پورته کړو.

هغه بیا وویل چې د اوکرایین پاسپورټ به د یرغلګر هېواد خلکو ته نه ورکول کېږي چې اشاره یې روسیې ته وه.