جاپان: په افغانستان کې پانګونې ته لېواله یوو

د جاپان بیرغ

د افغانستان لپاره د جاپان د ځانګړي استازي مرستیالې میساکو تکاهاشي د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي مرستیال شیرمحمدعباس ستانکزي سره لیدلي.

د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي چې په دې لیدنه کې اغلې تکاهاشي په افغانستان کې د پانګونې لپاره خپله لېوالتیا وښوده.

هغې د افغانستان د روغتیا، ښوونې، کرنې او اوبو لګولو په برخو کې د جاپان د مرستو یادونه هم کړې ده.

په دې لیدنه کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال ښاغلي ستانکزي ویلي چې افغانستان د زیاتو طبیعي زیرمو، کانونو او خامو موادو په لرلو اوس تر بل هر وخت د پانګونې لپاره خوندي دی.

د جاپان د ځانګړي استازې مرستیاله داسې وخت کابل کې د طالبانو له لوړپوړي چارواکي سره لیدلي چې د راپورونو په اساس د طالبانو حکومت له تېرې چهارشنبې په کابل کې د یوې جاپانۍ رسنۍ سیمه ییز خبریال احسان اکبري بندي کړی دی.

د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي چې له احسان اکبري څخه ځينې کاري وسایل هم اخیستل شوي.