کندهار کې د زرغونې انا د مقبرې د بیارغونې د چارو پيل

د زرغونې انا مقبره

د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې د احمدشاه بابا د مور زرغونې انا د مقبرې د بيارغونې چارې د طالبانو د حکومت لخوا د ۱۱ ميليونو افغانيو په لګښت پيل شوې .

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزیر ملا خیرالله خیرخوا دغه راز ژمنه کړې چې د هلمند د بست د لرغونې کلا دبيارغونې چارې به هم پيل کړي .

بلخوا د کندهار اوسیدونکي د تاریخي ابداتو بیارغونه یو مهم ګام بولي او غوښتنه کوي چې په هیواد کې ټول تاریخي ابدات باید ورغول شي.

په دې اړه زموږ د همکار راپور د لاندې لېنک له کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د زرغونې انا د مقبرې په اړه راپور