ایران او پاکستان راتلونکې اوونۍ بېرته یو بل ته سفیران استوي

د ایران او پاکستان بیرغونه

ایران او پاکستان وايي د دوی سفیران به راروانه جمعه بېرته خپلو سفارتونو ته ستانه شي او د ایران د بهرنیو چارو وزیر به بله اوونۍ اسلام اباد ته سفر وکړي.

دغو هېوادونو په یوه ګډه اعلامیه کې دا خبره کړې او دا د دغو ګاونډیو هېوادونو د ترینګلو اړیکو د عادي کېدو بله نښه ګڼل کېږي.

پاکستان وروسته له هغې له تهران څخه خپل سفیر وروغوښت او اسلام اباد ته یې د ایران د سفیر ستنېدو مخه ونیوله چې تېره اوونۍ ایران او پاکستان د یو بل پر خاوره د میزاییلو ډزې تبادله کړې.

هر یوه ویلي چې په خپلو حملو کې یې د افراطي وسلوالو اهداف په نښه کړي دي.

نن دواړو هېوادونو په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان به د پاکستان د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر جلیل عباس جېلاني په رسمي بلنه راروانه دوشنبه اسلام اباد ته سفر وکړي.