عراق کې د ایران د برید خلاف لاریون وشو

د ایران لخوا تر برید لاندې راغلې سیمه

د عراق په کورواکې سیمه کې لاریون کوونکو پر اربیل د ایران د سپاه پاسداران ځواکونو وروستۍ حملې وغندله.

لاریون کوونکي نن په زاګو او اکري ښارونو کې په لاریون راووتل او پرون هم د کرداستان په مرکز اربیل کې ګڼو کسانو مظاهره کړې وه.

په هغه حمله کې یو اسرائیلی تجار، د هغه ښځه او دوه ماشومان وژل شوي وو.

د ایران سپاه پاسداران ادعا کړې ده، چې د اسراییل یو استخباراتي مرکز یې ویشتلی دی.

د اربیل د سوداګرۍ خونو په عین حال کې د ایراني تولیداتو د بایکاټ غوښتنه کړې ده.

سپاه پاسداران تېره سې شنبه اعلان وکړ چې په اربیل او سوریه کې یې پر ځینو سیمو هوايي حملې کړې دي.

بغداد له تهرانه خپل سفیر ورغوښتی او د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې یې شکایت ثبت کړی دی.