د اسلام اباد پوهنتونونه او ښوونځي د تروریستي بریدونو د ګواښ له امله وتړل شول

د اسلام اباد قاید اعظم پوهنتون

په داسې حال کې چې په پاکستان کې د عمومي انتخاباتو په درشل کې د تشدد پېښې زیاتې شوي دي، د پاکستان په پلازمېنه اسلام آباد کې نن پوهنتونونه او ښوونځي د تروریستي بریدونو د احتمالي ګواښونو له کبله بند شول.

سرچینو د جرمني خبري آژانس ته ویلي، پر هغو دریو پوهنتونونو چې د پاکستان پوځ یې اداره کوي د حملو ځانګړی ګواښ شوی دی.

دا پوهنتونونه تر نامعلومې نېټې پورې بند شوي دي.

په پاکستان کې انتخابات د فبروري د اتمې نېټې لپاره پلان شوي دي.

د انتخاباتو ډېری کاندیدان د خپل امنیت له پلوه اندېښمن دي.