روسیې په بدخشان کې د لوېدلې الوتکې د ۲ تنو مړینه تایید کړه

د افغانستان په نقشه کې بدخشان ولایت

د روسیې د بېړنیو چارو د ادارې چارواکو تایید کړې چې د افغانستان په شمال کې د یوې روسۍ جټ چارتر الوتکې د ټکر په پېښه کې دوه تنه مړه شوي دي.

تاس خبري آژانس نن راپور ورکړ چې په بدخشان ولایت کې د الوتکې د ټکر له دې پېښې څخه څلور نور کسان ژوندي وتلي دي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پرون پر اېکس شبکې د بدخشان ولایت د کوفاب ولسوالۍ په ارزکوه سیمه کې د یوې شخصي روسۍ جټ الوتکې له ۶ مسافرو څخه د ۴ تنو د ژغورل کېدو خبر ورکړی و.

ښاغلي مجاهد نن په یوه تازه بیان کې ویلي چې د پېښې ټپیان کابل ته انتقال شوي دي.

د طالبانو ویاند د یوه چارواکي چې نوم یې نه دی ښودلی، ویډیو هم خپرې کړې چې نوموړی پکې وايي دا الوتکه له ټایلنډ څخه روسیې پرلاره وه چې په بدخشان ولایت کې راولوېدله.