یوناما یو ځل بیا په افغانستان کې د بشري سرغړونو په اړه اندېښنه وښوده

د یوناما لوګو

د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت یوناما په یوه تازه راپور کې په افغانستان کې د بشري سرغړونو په اړه اندېښنه ښودلې.

یوناما په یوه تفصیلي راپور کې چې نن خپور شو او د تېر ۲۰۲۳ کال د اکتوبر او ډسمبر میاشتو ترمنځ موده رانغاړي، د طالب چارواکو له خوا له ښځو او نجونو سره د جنسیت په اساس د تشدد او د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت له لوري د جبري حجاب د تطبیق او نورو سرغړونو یادونه کړې.

یوناما له یوشمېر ښځو سره د مرکو په اساس موندلې چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د جنسیت په اساس د شوي تشدد په اړه د شکایتونو د څېړنې لپاره څرګند، د تطبیق وړ او حقوقي چوکاټ نه شته.

په بیان کې راغلي چې د طالبانو حکومت د ښځو د زده کړو، کار او تګ راتګ پر ازادۍ محدودیتونه لاهم جاري ساتلي.

یوناما په دې راپور کې پر هزاره ګانو د هدفي حملو یادونه هم کړې او همداراز له پاکستانه د افغان کډوالو جبري ایستل یې یوه بله د اندېښنې وړ موضوع بللې ده.