په جرمني کې د افراطي ښي اړخو سیاستونو او ډلو خلاف د اعتراضونو دوې اوونۍ پوره شوې.
پرون (یکشنبې) زرګونه اعتراض کوونکي یو وار بیا د دغه هیواد په ګڼو ښارونو کې واټونو ته راووتل.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، په اکثرو ښارونو کې د پرونیو مظاهره چیانو شمېر تر هغه څه خورا ډېر وو چې تمه یې کېده.
په مونشن کې د مظاهرو تنظیموونکي د مظاهره چیانو د شمېر د زیاتوالي له کبله مجبوره شول چې اعتراض لغوه کړي.
د مظاهرو تنظیموونکي اټکل کوي چې د لایپزیک او دریزدن په شان ښارونو کې چې افراطي ښي اړخي پکې زیات نفوذ لري، تر ۳۰۰ زره ډېرو خلکو په مظاهرو کې ګډون وکړ.
د جرمني د ولسمشر فرانک والتر شتاین مایر په شمول چارواکو د دغو مظاهرو ستاینه کړې ده او هغه یې د سختدریځۍ په وړاندې درېدل او د ولسواکۍ د دفاع لپاره هیله بخښونکي بللې دي.