يوه ايراني سرتېري پنځه نور پوځيان وژلي

له ارشیفه د یو شمېر ایراني پوځیانو تصویر

د ایران په جنوب ختیځ کې یو پوځي قوماندان وايي چې یوه سرتېري یې پرون یکشنبې پر نورو پوځیانو ډزې وکړې او پنځه تنه یې ووژل.

ایرنا دولتي خبري اژانس د پوځ د یوې قطعې د قوماندان امیرغلام علیان په قول راپور ورکړ چې دا پېښه په کرمان ولایت کې شوې ده.

غلام علیان د ایرنا خبریال ته ویلي چې حمله کوونکی سرتېری د وسله والو ځواکونو په یوه مورچه کې د پیرې په حال کې و چې ناببره د پوځي څارنې مرکز ته ننوت او پر پوځیانو یې ډزې وکړې.

د غلام علیان په وینا حمله کوونکی سرتېری په تېښته بریالی شوی دی.