بدخشان کې لوېدلې الوتکه او سپرلۍ یې ژوندي موندل شوي

له ارشیفه د بدخشان ولایت یو تصویر

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، هغه الوتکه چې تېره شپه په بدخشان ولایت کې نادرکه شوې وه د کوف آب ولسوالی د ارز کوه په یوه سیمه کې موندل شوې او پېلوټ یې د دوی د حکومت د پلټونکې ډلې لخوا پيدا شوی.

هغه دا خبره نن په ځپله ایکس پاڼه یا پخواني ټویټرکې کړې او ویلي یې دي چې د معلوماتو په اساس د دې الوتکې د پيلوټ په شمول څلور کسان ژوندي دي.

د ښاغلي مجاهد، په خبره د پلټونکي ټيم لخوا یې په پاتې کسانو پسې لټون روان دی.

تر دې مخکې د روسیې د ملکي هوايي چلند ادارې نن ویلي و چې له دوی سره یوه راجستر شوې الوتکه چې ۶ تنه پکې سپاره وو، تېره شپه د افغانستان په فضا کې بې درکه شوه.

دغې ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي دا چارټر شوې الوتکه له هنده د افغانستان او ازبکستان له لارې مسکو ته روانه وه چې د افغانستان په فضا کې یې له رادار سره ارتباط پرې شو.

دې ادارې دا هم ویلي چې دا الوتکه په ۱۹۷۸ م کال په فرانسه کې جوړه شوې وه.