د ایران قضایه قوې له طالبانو سره د بندیانو د انتقال په مسئله خبرې کړي

په ایران کې د یو زندان یوه څنډه

د ایران قضایه قوې د طالبانو د حکومت د عدلیې وزارت له مسوولانو سره افغانستان ته د بندیانو د انتقال په مسئله خبرې کړي.

د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا د یکشنبې په ورځ راپور ورکړی چې د دغه هېواد د قضایه قوې د نړیوالو چارو مسوول کاظم غریب آبادي په مشرۍ یو پلاوی کابل ته تللی او هلته یې د طالبانو د عدلیې وزارت له مسوولانو سره لیدلي.

ایرنا د غریب آبادي په حواله ویلي چې تهران له ایرانه افغانستان ته د افغان بندیانو د انتقال او افغان کډوالو ته د اسانتیاوو د برابرولو هوډ لري.

تېر کال څه باندې اته نیم سوه افغان بندیان د ایران له خوا د طالبانو حکومت ته وسپارل شول.

د طالبانو د حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت تېره میاشت تایید کړې وه چې په ایران کې شاوخوا اوه زره افغان کډوال بندیان دي.