د امریکا متحدو ایالتونو ویلي، د ایران له ملاتړه برخمنو ملېشو د عراق په لوېدیځ کې پر یوې هوايي اډې برید کړی چې له کبله یې څو امریکايي پوځيان او د امریکا عراقي پرسونل ټپیان شوي دي.
د امریکا مرکزي قوماندانۍ وویل، ملېشو تېر ماښام ناوخته د الاسد هوايي اډه پر بالستیک توغندو او ګڼو نورو راکټونو وویشته.
دغې قوماندانۍ همداراز وویل، په دې برید کې یو عراقي سرتېری او یو شمېر امریکايي پوځیان ژوبل شوي دي.
شاوخوا ۲۵۰۰ امریکايي پوځیان د عراق په څو سیمو کې مېشت دي.