د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ لارو د بندېدو له کبله په تورخم کې د پاکستاني سوداګرو انتظار ولاړې لارۍ بېرته پېښور ته ستنې شوې.
وروسته له دې چې تېره اوونۍ پاکستاني چارواکو د افغان باري نقلیه وسایطو پر مخ د تورخم لاره بنده کړه، طالب چارواکو په متقابل اقدام کې منځنۍ اسیا ته د پاکستاني لاریو مخه ونیوله.
د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډه خونه وايي چې اوس د افغانستان او پاکستان ترمنځ په ۶ لارو کې ۵ د باري موټرو پر مخ بندې دي.
پاکستاني رسنیو نن راپور ورکړ، له تورخم څخه د دغه هیواد د سوداګرو تر سلو ډېرې لارۍ له دې کبله بېرته ستنې شوې چې په هغو کې بار مېوې او ترکارۍ خوسا کېدې.
دا لارې د تېرې شنبې له ورځې په تورخم کې د لارې پرانیستل کېدو ته انتظار وې.
پاکستان وايي، یوازې هغو افغان لارۍ چلوونکو ته اجازه ورکوي چې پاسپورت او وېزه ولري.