ملګري ملتونه: د سوډان قومي جګړو تر ۱۰ زرو کسان وژلي

د سوډان د جګړو یوه څنډه

د ملګرو ملتونو یو راپور وايي چې د سوډان د لوېدیځ په ډارفور کې له تېر کال د قومي شخړو په نتیجه کې له ۱۰ زرو ډېر کسان وژل شوي دي.

دغه راپور چې کاپي یې رویټرز اژانس هم کتلی وايي، دغه شخړې د چټک ملاتړ ځواکونو او د هغوی د عرب متحدو ملېشه وو تر منځ شوې دي.

په دغه راپور کې د استخباراتي او نورو سرچینو په حواله ویل شوي چې په سوډان کې د ۲۰۲۳م کال د اپرېل له ۱۵مې چې د سوډان د پوځ او د چټک ملاتړ ځواکونو ترمنځ جګړې پیل شوې، د اټکل له مخې شا و خوا ۱۲زره کسان وژل شوي دي.

د ملګرو ملتونو په دغه راپور کې څارونکو ویلي، کره شواهد لري چې متحده عرب اماراتو هره اوونۍ څو ځلې د چټک ملاتړ ځواکونو ته پوځي ملاتړ برابر کړی دی.

ملګرو ملتونو ویلي چې په سوډان کې د جګړو له پیله شا و خوا ۵۰۰زره کسانو د دغه هېواد په ختیځ کې چاد ته پناه وړې ده.