امیرخان متقي له ایراني استازي سره په ایران کې د افغان بندیانو د ستونزو په اړه خبرې وکړې

له ایران څخه د طالبانو حکومت ته یو شمېر سپارل شوي افغان بندیان - ارشیف

د طالبانو حکومت وايي، د دوی د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي پرون کابل کې د ایران د قضایه قوې له مرستیال دکتور کاظم غریب ابادي سره په ایران کې د افغان بندیانو پر ستونزو هم خبرې وکړې.

د طالبانو د بهرنیو چازو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، په دې کتنه کې «د زندانیانو د ستونزو پر حل، د زندانیانو پر استرداد د موافقتنامې پر پلي کولو، په اعدام محکوم شویو افغانانو ته د بدیلو میکانیزمونو پر پیدا کولو او د افغان مهاجرینو د نورو ستونزو پر حل» خبرې وشوې.

په اعلامیه کې ویل شوي، چې ایراني لوري په ایران کې د افغانانو د ځورونې د پېښو د مخنیوي لپاره د ځینو اقداماتو ژمنه وکړه.

د ایران په ګډون د نړۍ یوه هېواد هم د طالبانو سرپرست حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو ایران له ګوتو په شمېر هېوادونو دی، چې د طالبانو ډیپلوماتان یې منلي دي.

په ایران کې د افغانانو د ځورونې او افغانستان ته د جبري اخراج راپورونه ورکول شوي دي.