د پاکستان د بلوچستان ایالت په پښتون مېشته سیمه دوکۍ کې د سکرو په یو کان کې د زهرجن ګاز له کبله د دوو افغانانو په شمول درې کان کیندونکي مړه شوي دي.
د دوکۍ ضلعې مرستیال کمشنر دوست محمد ناصر د جنورۍ پر ۲۰ د ازادي راډيو مشال څانګې ته وویل په مړو کې د نعمت الله او حیات الله په نامه دوه وروڼه دي چې د افغانستان اوسېدونکي دي او یو بل تن زین الله نومېږي.
دوست محمد ناصر زیاته کړه چې د افغانستان د کسانو مړي یې په روغتون کې تر اداري پروسیجر وروسته خپل هیواد ته لېږدولي دي.
په کوټه کې د پاکستان د ډبرو سکرو د مزدورانو اتحادیې مشر سلطان لالا ازادي راډیو مشال څانګې ته وویل چې په ۲۰۲۳م کال کې د بلوچستان د سکرو په کانونو کې ۵۱ پېښې رامنځ ته شوې وې چې له امله یې ۶۹ مزدورانو ژوند له لاسه ورکړی وو.