کونړ کې د باروتو چاودنې لږ ترلږه ۲ تنه وژلي او ۷ نور ټپیان کړي

د کونړ ولایتي روغتون - تصویر له ارشیفه

د کونړ په چپه دره کې په یوه کور کې د باروتو د چاودنې له امله لږ تر لږه دوه تنه وژل شوي دي.

په کونړ کې د طالبانو بیړنیو پیښو ته د رسیدو د چارو د ریاست مرستیال احسان الله نن ازادي راډیو ته وویل چې په ترنیک کلي کې د سهار د لسو بجو خواته د باروتو د اور اخیستو او چاودېدو له امله دوه تنه وژل شوي او اووه تنه ټپیان شوي دي.

د طالب چارواکو په وینا، له دې باروتو څخه په سیمه کې د بیروجو د استخراج لپاره خلک استفاده کوي.

ځینې امنیتي سرچینې په دې پېښه کې د درېیو تنو د وژل کیدو خبر ورکوي.