کونړ کې د طالبانو ځواکونو او پاکستاني پوله ساتو پر یو بل ډزې کړي

د کونړ ولایت نقشه

راپورونه وايي چې د کونړ د سرکاڼو ولسوالۍ کې د طالبانو د حکومت ځواکونو او پاکستاني پوله ساتو له یو بل سره ډزې تبادله کړي دي.

د سیمې ځینو اوسیدونکو ازادي راډیو ته ویلي چې د دواړو هېوادونو د سرحدي ځواکونو ترمنځ نښته د ګنجګل په ساحه کې د شنبې د ورځې په سهار پیل شوه چې د غرمې تر یولس بجو یې دوام وکړ.

د ځايي اوسیدونکو په وینا دواړو لور پر یو بل سپکې او درنې وسلې کارولې دي.

په کونړ کې د طالبانو یو امنیتي مسول ازادي راډیو ته ویلي چې نښته د پاکستاني ځواکونو له خوا پر ډیورنډ کرښه د یوې نوې پوستې جوړولو پر سر شوې .

تر اوسه هیڅ لوري په دې نښته کې د مرګ ژوبلې د اوښتو په اړه څه نه دي ویلي.

د پاکستاني او افغان پوله ساتو ترمنځ وخت ناوخت پر ډیورنډ کرښه د نویو تاسیساتو او پوستو جوړول لانجمنیږي او کله ناکله په نښتو اوړي.