تر ۱۹ کلونو د کم عمره ځوانانو د نړیوال جام په دویمه ورځ افغانستان له پاکستان سره سیالي پیل کړې ده.
یاده سیالي د سویلي افریقا د ایسټ لندن په ښار کې جریان لري چې پاکستانۍ لوبډلې یې پچه ګټلې او لومړۍ یې توپوهنه وکړه .
دوی په ټاکلو ۵۰ اورونو کې یې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو ۲۸۴ منډې وکړې.
د یادې لوبډلې لپاره شاهزیب خان ۱۰۶ او لوبډلمشر سادبیګ ۵۵ منډې وکړې.
په افغان توپ اچونکو کې خلیل احمد۴، بشیراحمد۲ او لوبډلمشر نصیرخان او الله محمد غضنفر یوه یوه ویکټ واخیسته.
افغان لوبډله به په څو شېبو کې خپله توپوهنه پیل کړي.