سوریه کې د اسراییلي ځواکونو برید ۵ تنه وژلي

د اسراییل جنګي الوتکه

د سوریې په پلازمېنه دمشق کې نن د اسراییلي ځواکونو د هوایي برید په ترڅ کې پنځه تنه وژل شوي دي.

یو بنسټ چې د جګړې څارنه کوي وایي، دا بمباري پر یوې ودانۍ شوې ده چې پکې د ایران پلوه مشرانو غونډه وه.

د څار دا بنسټ چې مرکز یې په برېتانیا کې دی او د سوریې دننه هم سرچینې لري، څرګندوي چې دا بمباري په داسې ځای کې شوې ده چې یو مهم امنیتي زون دی او هلته د ایران سپاه پاسداران غړي او هغه فلسطنیان ژوند کوي چې ایران پلوه دي.