نوې څېړنه؛ پر اوکراین له برید راهیسې څه باندې ۴۲ زره روسي سرتېري وژل شوي

د اوکراین - روسیې جګړه

د بي بي سي روسي څانګې او میدیازونا رسنۍ د خبریالانو د څېړنې له مخې، پر اوکراین د روسیې د برید له پيله تر اوسه لږ تر لږه دوه څلویښت زره دوه سوه څلور اتیا روسي عسکر وژل شوې دي.

د راپور له مخې، د روسیي ځواکونو د دې تلفاتو په ډله کې درې زره درې پنځوس افسران دي چې درې سوه نهه څلوېښت یې له ډګرمن او له ډګرمن ورپورته رتبې لرلې.

د روسیې دفاع وزارت د دې جګړې د تلفاتو په اړه خپلې شمېرې نه دي خپرې کړي او د دې تحقیقاتي راپور د شمېرو په اړه یې تر اوسه تبصره نه ده کړې.