پاکستان د ایران له بریدونو وروسته بېړنۍ امنیتي غونډه وکړه

د پاکستان موقت صدراعظم، انورالحق کاکړ

د پاکستان په قلمرو کې د وسله والو ډلو پر پټنځایونو د ایران له خونړیو حملو وروسته د دې هېواد موقت صدراعظم انوارالحق کاکړ پرون د جنوري ۱۹مه د پوځ او استخباراتو له مشرانو سره په بېړنۍ امنیتي غونډه کې ګډون وکړ.

د پاکستان د صدراعظم له دفتر څخه د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، په پرونۍ غونډه کې د وضعیت بشپړه ارزونه وشوه او د پاکستان پر ملي حاکمیت د تېري په ځواب کې د مناسب غبرګون ستاینه وشوه.

ایران د سه شنبې په شپه د جنوري په ۱۶مه د پاکستان په خاوره کې پر هغو مرکزونو د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو بریدونه وکړل چې تهران یې تروریستي اهداف بولي.

پاکستان هم په خپل وار د ځوابي حملو په ترڅ کې د پنجشنبې په ورځ د ایران په قلمرو کې دننه د وسله والو مرکزونه په نښه کړل.

پاکستان په تهران کې خپل سفیر رابللی او ویلي یې دي د ایران سفیر ته چې تهران ته تللی دی، اسلام آباد ته د ستنېدو اجازه نه ده ورکړل شوې.