څه باندې ۳۰۰ تنه افغان پناه غوښتونکي له پاکستان څخه کاناډا ته ولېږدول شول

له ارشیفه کاناډا ته د یو شمېر افغان پناه غوښتونکو د لېږد یو تصویر

د کاناډا د مهاجرت او کډوالۍ د چارو اداره وايي چې پرون- د جنوري په ۱۹مه ۳۱۹ تنه افغانان له پاکستان څخه په یو چارتر الوتکه کې د کاناډا وانکوور ښار ته ورسېدل.

دې ادارې پرون پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې دا افغانان به خپل سفر د اوتاوا او تورانټو په ګډون د کاناډا ۲۶ سیمو ته دوام ورکړي.

د کاناډا د کډوالۍ د چارو اداره وايي چې د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته تردې دمه دا هېواد د لږ تر لږه څلوېښت زره زیانګالو افغانانو د هرکلي هدف ته رسېدلی دی او زیاتوي چې د هغو کسانو د غوښتنلیکونو څېړنه هم روانه ده چې په کاناډا کې د پناه اخیستو په شرایطو برابر دي.