د افغانستان د خبریالانو مرکز: طالبانو پرون ۲ خبریالان بندیان کړي

د افغانستان د خبریالانو د مرکز لوګو

د افغانستان د خبریالانو مرکز د طالبانو له لوري د دوو نورو خبریالانو د نیولو خبر ورکوي.

دغه مرکز پر خپله وېبپاڼه په یو بیان کې لیکلي چې د ګردش اطلاعات آژانس دوه خبریالان احمد جواد رسولي او عبدالحق حمیدي پرون د جنوري په ۱۹مه په کابل کې د طالبانو د استخباراتو له خوا ونیول شول.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د دې دوو خبریالانو پر نیول کېدو ژوره اندېښنه ښودلې او د هغوی د بې قید او شرطه خوشې کېدو غوښتنه یې کړې.

جواد رسولی د ګردش اطلاعات آژانس د امتیاز خاوند او عبدالحق حمیدي یې مسوول مدیر وو.

دا آژانس د روان کال د چنګاښ میاشتې په لومړیو کې په کابل کې جوړ شو او فعالیت یې پیل کړ.

طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.