د نولس کلنو ځوانانو د نړیوال جام لومړۍ سیالي ایرلینډ وګټله

د ایرلینډ او امریکا ترمنځ د نننۍ لوبې یو انځور

د کرکټ نړیوالې شورا له لوري تر ۱۹ کلونو د کم عمره ځوانانو نړیوال جام نن په سویلي افریقا کې پيل شو.

د دې ټورنمنټ د پیل لوبه د امریکا او ایرلینډ لوبډلو ترمنځ ترسره شوه چې د ۷ وېکټو په توپير ایرلینډ وګټله.

د امریکا متحده ایالاتو د ۱۰۶ منډو هدف ټاکلی و چې ایرلینډ په ۲۳م اور کې د ۳ لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ.

دغه راز د ورځې دویمه سیالي د ویسټ اینډیز او کوربه سویلي افریقا ترمنځ پیل جریان لري.

کوربه لوبډلې د خپلې توپوهنې پاڼۍ بشپړه کړې ده او د ۲۸۶ منډو هدف یې ټاکلی دی.

د ویسټ اینډیز نیمايي لوبډله یوازې د ۹۰ منډو په جوړولو سوځېدلې ده.

د ۱۹ کلونو ځوانانو په نړیوال جام کې چې د سویلي افریقا په کوربتوب ترسره کېږي، ټولټال ۱۶ لوبډلې ګډون لري چې په ۴ ګروپونو کې سره سیالۍ کوي.

افغانستان په D ګروپ کې له پاکستان، نیوزیلینډ او نيپال سره سیالۍ کوي او لومړۍ لوبه یې د جنورۍ په ۲۰مه نېټه له پاکستان سره ده.

دغه راز افغان لوبډله به دوهمه سیالي د جنورۍ په ۲۳مه له نیوزیلینډ او وروستۍ د همدې میاشتې په ۲۶مه نېټه له نیپال سره ترسره کړي.