ملګري ملتونه: د ښځو پر کار بندیز له کبله افغانستان یو میلیارد ډالره زیان ګالي

ارشیف: د طالبانو په واکمنېدو سره د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت کارکوونکې له کاره منع شوې.

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام یا 'یو این ډي پي' وايي، په افغانستان کې د ښځو پر کار بندیزونه د دې سبب شوي چې د افغانستان اقتصاد یو میلیارد امریکايي ډالره زیان وګالي.

دغه بنسټ، په خپل یوه راپور کې چې د تېرو دوو کلونو وضعیت ته په کې کتنه شوې او پرون د دې ادارې استازي، سټیفن رودریګز یې کابل کې جزییات له رسنیو سره شریک کړل ویلي، په افغانستان کې ښځې او نجونې له انساني بحران سره لاس و ګرېوان دي.

د ملګرو ملتونو دغې ادارې ویلي، که څه هم د بالغو کسانو لپاره کاري فرصتونه تېر میلادي کال لږ څه شوي، خو بیا هم ګڼ افغانان له اقتصادي ستونزو کړېږي.

طالبانو په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر کار او فعالیتونو د محدودیتونو په دوام په زمري یا اسد میاشت کې د ښځو سینګارځایونه هم وتړل.

تر دې مخکې طالبانو په کورنیو او نړیوالو غیردولتي موسسو او د ملګرو ملتونو په ادارو کې د ښځو او نجونو کار هم منع کړی و.