پاکستان له ایران سره د راغلي کړکېچ په اړه امنیتي ارزونه کوي

د ایران او پاکستان بیرغونه

د پاکستان د اطلاعاتو سرپرست وزیر وايي، د دغه هېواد جګپوړي ملکي او پوځي چارواکي نن له ګاونډي هېواد ایران سره د راغلي کړکېچ په اړه امنیتي ارزونه کوي.

مرتضی سولنګي دا څرګندونې داسې وخت کوي چې ایران پر پاکستان او پاکستان پر ایران د بې پېلوټه الوتکو او میزاییلو حملې وکړې.

پاکستان پرون د ایران په سیستان و بلوچستان ولایت کې پر ځینو اهدافو ځوابي حملې وکړې چې اسلام اباد د بېلتون غوښتونکو یو پټنځای بللی دی.

تر دې مخکې ایران د سې شنبې په ورځ د پاکستان په خاوره کې دننه حمله وکړه او تهران وویل چې د یوې افراطي ډلې جیش العدل مرکزونه ویشتلي دي.

د پاکستان سرپرست صدراعظم انوار الحق کاکړ به د امنیتي وضعیت د ارزونې د ملي امنیت د کمېټې د غونډې مشري وکړي چې د ټولو څانګو مشران به په کې حاضر وي.