په فیلیپین کې د طبیعي پېښو په وړاندې د مبارزې چارواکو نن جمعه وویل، د دغه هېواد په جنوب د ځمکې ښویېدنې په پېښه کې د مړو شمېر لسو ته ورسېد.
په همدې حال کې د یوه تري تم شوي کس د موندنې لپاره عملیات دوام لري.
په داواو دي اورو کې تر سختو اورښتونو وروسته پرون پنجشنبه ځمکه وښویېده او هغه کور یې هم لاندې کړ چې د پېښې پر مهال په کې ۱۴ کسان د عبادت لپاره راټول شوي وو.
د فیلیپین ژغورنې مامورینو تر اوسه ۱۰ مړي ترلاسه کړي چې پنځه یې د همدې کورنۍ ماشومان دي.
یو سړی، یوه ښځې او یو ماشوم له خټو ژوندي ایستل شوي دي.