آزادۍ جبهې په کابل کې د څلورو طالبانو د وژلو ادعا کړې

د افغانستان په عمومي نقشه کې د کابل ولایت موقعیت

د طالبانو یوې مخالفې ډلې د ازادۍ جبهې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د دخولي دروازې پر قراول د حملې پر مهال د څلورو طالبانو د وژلو ادعا وکړه.

دغې جبهې تېره شپه په یوه اعلامیه کې وویل، په دې حمله کې ۲ نور طالبان ټپیان شوي دي.

په اعلامیه کې ویل شوي چې په حمله کې د طالبانو یو پوځي موټر هم تخریب شوی دی.

د طالبانو حکومت د دې موضوع په باب څه نه دي ویلي.

د ازادۍ جبهې ویلي، د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ملېشو په وروستیو اوونیو کې په کابل، بغلان او بامیان کې ځوانې نجونې نیولي، زنداني کړي او شکنجه کړي دي.