اسراییلو په غزه کې د حماس شاوخوا دوه په درېیمه برخه جنګي قطعات له منځه وړي

په غزه کې د اسراییلو له لوري د پیل شویو عملیاتو یو انځور

اسراییلو ویلي چې په غزه کې یې د حماس شاوخوا دوه په درېیمه برخه جنګي قطعات له منځه وړي دي.

امریکا او اروپايي ټولنه حماس یو ترهګر سازمان ګڼي.

د اسراییلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو پرون وویل، تر "بشپړې بریا" پورې به فشار ته دوام ورکوي.

نتنیاهو په یوه خبري کنفرانس کې وویل: "جګړې دوه مرحلې لري؛ لومړی د حماس د ځواکونو له منځه وړل دي چې د ده په خبره د دوی منظم جنګي چوکاټونه دي. د هغه په وینا، دوهم له سیمې څخه د وسله والو پاکول دي."

هغه د یوه وژل شوي اسراییلي عسکر عکس په لاس کې نیولی و او ویل یې چې هغه بې ځایه نه دی مړ او ژمنه یې وکړه چې د حماس له ماتې او د یرغمل شویو تر خوشې کېدو پورې به جګړې ته دوام ورکړي.

اسراییل د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر پر اوومه وروسته له هغه پر غرې پراخ بریدونه پیل او زرګونه کسانو ته یې مرګژوبله واړوله چې حماس پر اسراییلو برید وکړ.

حماس جنګیالیو د اسراییل خاوره کې د حملې پر مهال لږ تر لږه ۱۲سوه کسان ووژل او ۲۴۰ نور یې یرغمل ونیول.