ځینې فعالان: د سوریې په جنوب کې لږ تر لږه ۹ کسان وژل شوي

ارشیف

د سوریې د اپوزیسیون ځینې فعالان وايي چې لږ تر لږه ۹ کسان د سوریې په جنوب کې پرون وژل شوي دي.

د دغو فعالانو په وینا، احتمالاً دغه حمله د اردن د هوايي ځواک له‌خوا شوې ده.

دا په هغه سیمه کې چې د مخدره موادو قاچاق وړونکي په کې فعال دي، د هوايي حملو تازه پېښه ده.

د اردن پوځ د سوریې په سویدا ولایت کې د دې هوايي حملې په اړه څه نه دي ویلي.

د اسوشېټېډ پریس خبري اژانس، په بریتانیا کې دېره د سوریې د بشري حقونو د څار سازمان په وینا راپور ورکړی چې په ارمان کلي کې په دې هوايي حمله کې د دوو ماشومانو او درېیو ښځو په ګډون ۹ کسان وژل شوي دي.

د دغه بنسټ مشر رامي عبدالرحمن ویلي چې وژل شويو کسانو په قاچاق کې لاس نه درلود او د ده په وینا، ښايي د اردن هوايي ځواک ته د سیمې د اوسېدونکو له خوا ناسم اطلاعات ورکړل شوي وي.