امریکا: اسراییل دې د فلسطیني دولت د جوړیدو د بهیر ملاتړ وکړي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن له اسراییل غوښتي چې د فلسطیني دولت د جوړېدو د مخنیوي پر ځای دې، د دې بهیر ملاتړ وکړي.

بلینکن چې پرون چهارشنبه یې په سویس کې د داووس اقتصادي غونډې ته خبرې کولې، د فلسطین د دولت جوړولو ته د حل لارو د موندلو غوښتنه وکړه.

دغه غوښتنه له حماس وسله والې ډلې سره په جګړه کې له اسراییله د واشنګټن ملاتړ ته په کتو شوې ده.

حماس سخت دریځه ډله د امریکا او اروپایي ټولنې له خوا د ترهګرو په توګه پيژندل کیږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر پرون وویل، د فلسطین ګټور دولت، یوازې کولای شي د اسراییل په ملاتړ او مرستې سره فعالیت وکړي، نه دا چې د دغه هېواد له فعالانه مخالفت سره مخامخ شي.