یونیسف: افغانستان کې ۹۵۰ نوي سیمه ییز درسي ټولګي جوړوو

تصویر له ارشیفه

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق ( یونیسف) په افغانستان کې د نهه سوه او پنځوسو ( ۹۵۰) نویو محلي ټولګیو د جوړېدو خبر ورکړی دی.

د یونیسف افغانستان څانګې پرون چهارشنبه پر خپله ایکس پاڼه یا پخواني ټویټر لیکلي چې دا کار د افغانستان د ښې راتلونکې لپاره کوي او په خبره یې ۱۴۰ زره ماشومان به ترې برخمن شي.

یونسف نه دي ویلي چې دغه محلي ټولګي به په کومو ولایتونو کې جوړوي، خو دغه اداره د افغانستان په نژدې ټولو ولایتونو کې زرګونه محلي ټولګي تمویلوي.

یونسف تېر ۲۰۲۳ کال کې ویلي و چې افغانستان کې نژدې ۱۸ زره محلي ټولګي لري، خو ژمنه یې کړې وه چې ۲۱ زرو ته به یې لوړوي.

د ملګرو ملتونو دغې ادارې د تېر کال په مرغومي/جدي میاشته کې په کندهار کې د ۱۵۸۸ محلي ټولګیو فعالیتونه وځنډول، خو دا معلومات نشته چې دغه ټولګي اوس پرانیستل شوي او که نه.