پر اوکراین د روسیې د بریدونو زیاتوالی؛ ملګري ملتونه: د ولسي وګړو مرګ‌ژوبله زیاته شوې

د اوکراین خارکییف کې د روسیې د بریدونو له کبله د یوې ویجاړې شوې ودانۍ انځور

ملګري ملتونه وایي، پر اوکراین د روسیې د زیاتو شویو حملو په نتیجه کې ولسي وګړو ته مرګ ژوبله زیاته شوې ده.

په اوکراین کې پربشري حقونو د ملګروملتونو څارونکي ماموریت په خپل نوي راپورکې ویلي چې یوازې په تېره ډسمبر میاشت کې د روسیې په هوایي بریدونو کې د اوکراین ۱۰۱ ولسي وګړي وژل شوي او ۴۹۱ ټپیان شوي چې دا د مخکینۍ میاشتې پرتله د مرګ ژولې په سلو کې څه کم ۲۷ زیاتوالی ښيي.

په راپور کې ویل شوي چې ښایي د مرګ ژوبلې اصلي شمیرې له دې زیاتې وي ځکه تراوسه د ډېرو تلفاتو راپورونه نه دي تایید شوي.

د اوکراین لپاره د ملګروملتونو د بشري حقونو د ماموریت مشر ډانیل بیل ویلي، په ډسمبر او د جنوري په لومړیو کې د روسیې د حملو څپو ولسي خلکو ته د مرګ ژوبلې اندازه چې تیر۲۰۲۳ کال کمه شوې وه بېرته زیاته کړې ده.

په راپور کې ویل شوي چې پراوکراین د روسیې د یرغل راهیسې په دې هېواد کې له لس زرو زیات ولسي وګړي وژل شوي او له ۱۹ زرو زیات ټپیان شوي دي.