دوحه کې د افغانستان په اړه جوړېدونکې غونډه؛ 'یودیچې' یې په تړاو له حقاني سره لیدلي

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې شارژدافېره رافایلا یودیچې

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې شارژدافېرې رافایلا یودیچې د طالبانو د کورنیو چارو له سرپرست وزیر سراج الدین حقاني سره په کتنه کې د یو لړ نورو موضوعاتو ترڅنګ راتلونکې میاشت په دوحه کې د افغانستان په اړه د ښکېلو هېوادونو د جوړېدونکې غونډې په اړه خبرې وکړي.

باخترخبري آژانس چې طالبان یې اداره کوي نن چهارشنبې په یوه راپور کې وویل چې په دغه کتنه کې چې د حقاني په دفتر کې ترسره شوه، مېرمن یودیچي په ټول افغانستان کې د امنیت ستاینه وکړه او همدارنګه یې د هرات له زلزله ځپلو او هېواد ته د راستنېدونکو افغانانو سره د همکارۍ په ګډون د نورو بشري مرستو ډاډ ورکړ.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي انټونیو ګوټېرېش د ویاند مرستیالې ستېفاني ترمبلي د جنوري په ۴ په نیویارک کې په یوه خبري کنفرانس کې اعلان وکړ چې ملګري ملتونه په پام کې لري چې په دوحه کې د افغانستان په اړه دوهمه غونډه جوړه کړي.

د مېرمن ټرمبلي په خبره، په دغه غونډه کې به د لارې د یوې نقشې په اړه د نړیوالې اجماع د رامنځته کولو او د ملګروملتونو د خپلواکو ارزونو پر وړاندیزونو خبرې اترې ترسره شي.

د خبرله مخې د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر له نړیوالو سره د زیات تعامل غوښتنه وکړه او ویې ویل چې حکومت یې باید په نړیوالو مهمو بنسټونو کې خپل غړیتوب ترلاسه کړي.

حقاني دغه غوښتنه داسې مهال کوي چې د حکومت یې نژدې دوه نیم کاله تېرېږي، خو تراوسه هغه د نړۍ هېڅ یوه هېواد په رسمیت نه‌دی پېژندلی.

په ترټولو مهم ارګان، ملګروملتونو کې هم د افغانستان څوکۍ د پخواني جمهوري نظام له استازي سره ده.