ایران د عراق او پاکستان په خاوره بریدونه کړي

د ایران له لوري پر عراق توغول شوی توغندی

ایران د خپلو دوو ګاونډیو هېوادونو عراق او پاکستان په خاوره بریدونه کړي دي.

سه شنبه ناوخته د ایران سپاه ته نږدې تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی چې د دوی ځواکونو د پاکستان د بلوچستان ایالت په زرغون غر کې د جېش العدل ډلې دوه مرکزونه په توغندیو او ډرون الوتکو سره ویشتلي دي.

امریکا، یو شمېر لوېدیځ هېوادونه او ایران جیش العدل یو ترهګر سازمان بولي.

دغې ډلې په ایران کې د څو بریدونو مسوولیت منلی.

پاکستاني چارواکو بیا دغه برید غندلی او یاد هېواد ته یې خبرداری هم ورکړی دی.

اخوا ایراني پوځیانو د عراق په کردستان کې هم راکټي بریدونه کړي او ادعا یې کړې چې د اسراییل هدفونه یې ویشتلي.

د عراق په خاوره دغه بریدونه د امریکا، ناټو سازمان او عراق له خوا غندل شوي.

عراقي چارواکو ویلي د دې برید په اړه چې پکې څلور ملکیان مړه او شپږ ټپیان دي د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته شکایت کوي.