طالبانو خوست کې د نن په نوم سیمه ییزه راډیو وتړله

تصویر له ارشیفه

طالبانو د نن په نوم د خوست یوه سیمه ییزه راډیو د هغه څه په خاطر تړلې ده چې دوی حقوقي موضوع بللې.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د دې راډیو د خپرونو پر بندېدو ژوره اندېښنه ښودلې او د دې رسنۍ د فعالیت د ژر تر ژره پیلېدو غوښتنه یې کړې.

دې مرکز په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د طالبانو امنیتي چارواکي نن غرمه مهال د خوست په دوهمه ناحیه کې دې راډیو ته ننوتل، کارکوونکي یې وګواښل، تجهیزات او وسایل یې په زوره له ودانۍ وایستل او دروازه یې وربنده کړه.

د افغانستان د خبریالانو د مرکز خبرپاڼه زیاتوي چې طالبانو لومړی د نن راډیو څلور تنه خبریالان هم ونیول، خو وروسته یې خوشې کړل .

د سرچینې په وینا، طالبانو د راډیو د مالک سفیرمحمد ځدراڼ ورور چې یوه اونۍ مخکې یې نیولی و، نه دی خوشې کړی.

د خوست د امنیه قوماندانۍ ویاند طاهراحرار د خبریالانو مرکز ته ویلي چې دا اقدام د خوست د ابتدایي محکمې د غوښتنې په اساس شوی.

د هغه په وینا محکمې حکم کړی و چې نن راډیو د ودانۍ کرایه نه وه ورکړې نو ځکه یې د ودانۍ د مالک د شکایت په اساس دا راډیو وتړله.

ښاغلي احرار دا هم ویلي چې طالبان د دې راډیو له فعالیت سره ستونزه نه لري او د راډیو چلوونکي کولای شي خپل وسایل بل ځای ولېږدوي او خپل فعالیت بیا پیل کړي.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته د ګڼو کورنیو او نړیوالو رسنیو فعالیت د هغو ستونزو له کبله له خنډ سره مخامخ شول چې واکمنو طالبانو د رسنیو پر وړاندې سخت قیودات رامنځ ته کړي دي.