پر عراق د ایران توغندیز برید ۴ ملکیان ووژل

تصویر له ارشیفه

ایران بېګا ناوخته د عراق او سوریې په شمال کې یولړ اهداف په توغنديو وویشتل.

تهران وايي د عراق په شمالي ښار اربیل کې یې د امریکا قونسلګرۍ ته نژدې د اسراییلو د جاسوسۍ مرکز ویشتی دی او د سوریې په شمال کې یې د اسلامي دولت ډلې یا داعش مرکز په نښه کړی.

په اربیل کې چې د نیمه کورواکې کردستان سیمې پلازمېنه بلل کېږي، د کردستان سیمې د امنیت شورا د راپور له مخې، د امریکا قونسلګرۍ ته نژدې د ایران په توغندويي برید کې څلور ملکي وګړي وژل شوي او شپږ تنه نور ټپیان دي.

د ایران د سپاه پاسداران ځواک په یوه بیان کې ویلي چې د عراق په کردستان کې یې د اسراییلو د استخباراتي ادارې یا موساد مرکزي قرارګاه ویشتې ده.