د برېتانیا حکومت وایي، اسلامپاله حزب التحریر ډله ( یهود ستیزه یا د یهودانو ضد" ده او د یوې ترهګرې ډلې په څېر بندیز باید پرې ولګول شي.
د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې، د برېتانیا حکومت پرون دوشنبه ( د جنورۍ ۱۵) دا خبره کړې.
بل لورته ټاکل شوې د برېتانیا پارلمان همدا اوونۍ پر هغه وړاندیز بحث وکړي چې له مخې یې حزب التحریز ډلې سره پیوستون، د ترهګرۍ د قانون له مخې، ناقانونه بلل کیږي.
که چېرته دا وړاندیز ومنل شي، پر دغې ډلې د جنورۍ له ۱۹مې نیټې ها خوا بندیز عملي کیږي.
حزب التحریز په لبنان کې میشته اسلامپاله ډله ده چې د برېتانیا ، امریکا او کاناډا په ګډون څه باندې دېرشو هېوادونو کې فعالیت لري.
دغې ډلې په وروستیو اوونیو کې په لندن کې د فلسطینیانو په ملاتړ غونډې هم کړې دي.