طالب چارواکو د ایم سي سي چینایي شرکت استازو سره د مس عینک کان د استخراج په اړه خبرې کړي

د مس عینک کان سیمه

د طالبانو چارواکو د چین د MCC شرکت له مسوولانو سره د لوګر د عینک مس د کان لپاره د اړتیاوړ انرژۍ د چمتو کولو پر امکاناتو خبرې کړي.

د طالبانو د حکومت د انرژۍ او اوبو وزارت پر خپله ایکس پاڼه په یوه بیان کې لیکلي چې دواړو خواوو پرون په یوه غونډه کې په دې اړه بحث وکړ.

بیان زیاتوي چې په غونډه کې د بامیان ولایت د ډبرو د سکرو له سرچینو او ځینو نورو بدیلو لارو څخه د عینک کان د اړتیا وړ ۳۷۰ میګاواټه بریښنا د چمتوکولو په اړه بحث وشو او پرېکړه وشوه چې چینايي لوری دې پردې وړاندیزونو غور وکړي او په یوه اوونۍ کې دې د انرژۍ له وزارت سره خپل نظر شریک کړي.

که څه هم تراوسه نه ده معلومه چې د عینک د مسو د کان د استخراج چارې به عملا څه وخت پیل شي، خو ویل کېږي چې چین د طالبانو له حکومت سره په دې کان کې د کار د دوام په اړه د خبرو په حال کې دی.

د دې کان د استخراج قرارداد د پرځېدلي جمهوري نظام پرمهال د چین له MCCشرکت سره لاسلیک شوی و، خو عملي کار یې تراوسه نه دی پیل شوی.