الکوزی: پاکستان سره د تجارتي لارو بندېدو په افغانستان کې ستونزې زیاتې کړي

خان جان الکوزی

د تورخم په ګډون له پاکستان سره د افغانستان ډېری تزانزیتي لارې له تېرو درېیو ورځو راهیسې لاهم بندې دي.

د افغانستان او پاکستان د ګډو سوداګریزو خونو یوه مشر خانجان الکوزي پرون آزادۍ راډیو ته وویل چې د دې لارو له بندیدو سره دواړو خواوو ته سلګونه لارۍ بندې پاتې دي او افغان سوداګر د زرګونه ډالرو تاوان ګالي.

الکوزي زیاته کړه:

" د تورخم لاره لا نه ده خلاصه شوې. پردې سربېره د ډنډ پټان لاره هم بنده شوه او د انګورو اډې لاره خو لا پخوا بنده وه. همداراز د چمن لاره له دریو میاشتو راهیسې بنده ده او یوازې د غلام له لارې یوڅه موټر راځي. تراوسه له دواړو لورو هېڅ اقدام نه دی شوی او زرګونه لارۍ دواړو خواوو ته ولاړې دي."

پاکستاني چارواکو د شنبې په ورځ له افغان چلوونکو څخه د پاسپورت او ویزو تر غوښتنې وروسته د تورخم لاره د باروړونکو موټرو پرمخ وتړله.

د طالبانو حکومت هم په افغانستان کې ورته اقدام وکړ او له پاکستاني ټرک چلوونکو څخه یې د پاسپورت او ویزو غوښتنه وکړه. د یوې پخوانۍ موافقې له مخې هغو چلوونکو چې له افغانستان څخه پر تورخم خیبرپښتونخوا ته اوښتل، تر پېښوره پورې بې ویزو او پاسپورتونو تګ راتګ کاوه او پاکستاني چلوونکو هم کولای شوای په ورته شرایطو تر جلال آباده ولاړ شي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ ترانزیتي لارې مخکې هم څوځلې بندې شوي او بیا خلاصې شوي خو معلومه نه ده چې دا ځل به دا لارې کله خلاصې شي.