سپینه ماڼۍ: اوس په غزه کې د اسراییل لپاره د عملیاتو د محدودولو مناسب وخت دی

په غزه کې د اسراییلي پوځیانو د عملیاتو انځور

سپینې ماڼۍ پرون یکشنبه وویل، دا مناسب وخت دی چې اسراییل په غزې تړانګه کې خپل پوځي عملیات محدود کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د اسراییل رهبرانو یو وار بیا د فلسطینیانو په دې قلمرو کې د واکمنې توندلارې ډلې حماس په وړاندې د خپلو عملیاتو د شدید کولو خبره کړې ده.

د اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس د خبر له مخې، په غزه کې د دې جګړې نن ۱۰۱مه ورځ ده او دا څرګندونې د دواړو نږدې متحدانو ترمنځ زیاتېدونکي اختلافات څرګندوي.

په همدې حال کې د اسراییل په شمال کې د حزب الله ډلې د میزایلو په حمله کې د دوو اسراییلي ملکیانو تر وژل کېدو وروسته، پرون هم د اسراییل جنګي الوتکو په لبنان کې ځینې اهداف وویشتل.

د ډزو دغې تبادلې اندېښنې ولاړې کړي چې د غزې ناکراري ښايي ټولې سیمې ته جګړه خپره کړي.

د حماس تر ولکې لاندې د غزې روغتیا وزارت پرون ویلي چې د اکټوبر له اوومې چې په غزه کې جګړه پیل شوې تراوسه ۲۳زره ۹۶۸ کسان وژل شوي او تر ۶۰زرو زیات نور ټپیان شوي، خو خپلواکو سرچینو دغه شمېرې تایید کړې نه دي.

د امریکا متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه حماس ډله یو تروریستي سازمان ګڼي.