سویس کې د لسګونو هېوادونو استازي د اوکراین د سولې په فورمول بحث کوي

په داووس کې د اوکراین د سولې فورمول په اړه د جوړې شوې غونډې ګډونوال

د سویس په داووس ښار کې د څه باندې اتیا هېوادونو استازي د اوکراین د سولې په فورمول باندې بحث کوي.

د سویس د بهرنیو چارو وزیر ایګنازیو کاسیس د یکشنبې په ورځ رسنیو ته وویل هدف دا دی چې چمتووالی ونیول شي څو کله چې وخت یې راځي له روسیې سره پروسه پیل شي.

د سویس د بهرنیو چارو وزیر وویل له روسیې پرته دا پروسه ممکنه نه ده او هڅه کېږي چې روسیه دې بهیر ته راګډه شي.

د سولې فورمول د اوکراین د ولسمشر ولودومیر زیلینسکي لخوا مطرح شوې ده.

د دې ناستې ګډونوالو ویلي، بحثونه د جنګ د ختمېدو، د روسي پوځیانو په وتلو، په جګړو کې د جنایتونو په اړه د عدالت ټینګښت او په راتلونکي کې د جګړو د بیا پیل په مخنیوي باندې متمرکزه دي.

تمه ده د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي نن دوشنبه دې غونډې کې د ګډون لپاره د سویس داووس ښار ته ورسېږي.