د دوهمې شل اوریزې په ترڅ کې یو وار بیا افغان لوبډلې توپوهنه وکړه او د ټولو لوبغاړو سوځېدو په سر یې ۱۷۲ منډې وکړې.
د دې لوبې پچه هم هندي لوبډلمشر ګټلې وه او توپ اچونه یې غوره کړې وه.
په افغان توپ وهونکو کې ګلبدین نایب تر ټولو ښه وځلېد هغه په ۳۵ توپونو ۵۷ منډې وکړې.
دغه راز نجیب الله ځدراڼ ۲۳، مجیب الرحمن ۲۱ او کریم جنت ۲۰ منډې وکړې.
دا په شل اوریز کرکټ لومړی ځل دی چې افغانستان د هند پر وړاندې ۱۷۲ منډې کوي.
په هندي توپ اچونکو کې ارشدیپ سېنګ ۳، اکشر پټیل او روي بیشنوی دوه دوه لوبغاړي وسوځول.
هندۍ لوبډله به په څو شېبو کې خپله توپوهنه پیل کړي.