د دوهمې شل اوریزې سیالۍ پچه هم هندي لوبډلمشر وګټله او توپ اچونه یې غوره کړه.
یاده سیالي په انډور ښار کې ترسره کېږي.
د افغانستان د ۱۱لوبغاړو په ډله کې نن یو بدلون راغلی چې د رحمت شاه پر ځای نوراحمد ته موقع ورکړل شوې ده.
هندۍ لوبډلې بیا دوه بدلونونه راوستي چې د تیلک ورما پر ځای یې ویرات کولي او د شبمن ګیل پر ځای یې جایسوال ته په لوبډله کې ځای ورکړی دی.
د دې لوبلړۍ لومړۍ لوبه هند ګټلې ده.